بسم الله الرحمن الرحیم
اسلام پنځه بناوی لری
د اسلام لومړی بناه کلمه ده
اول
د(لا الله الا الله محمد رسول الله) ویل دی چی معنی یی ده نسته بل معبود
ماسیوا د یوه الله (ج) څخه او محمد (ص) د الله (ج) رسول دی
د اسلام دوهمه بناه لمونځ دی
د لمانځه اړوند مسائل
داوداسه طريقه :
رسول الله صلی الله عليه وسلم يواځی داودس کولو دطرقې تعليم نه دی ورکړﺉ بلکی عملاًيې د اودس طريقه ښودلې چه په لاندې ډول ده:
اول داودس
لپاره په زړه کې نيت کول – بيا به بسم الله الرحمن الرحيم ووايي –
دواړه لاسونه تر مړوندو پورې دری ځله پريمنځل – بيا دری ځله په خوله
اوبه تيرول اوکه مسواک وي ډير ه بهتری لري ځکه چه د مسواک په باره کې په
احاديثو کې ذيات ترغيب راغلی دی اوهمدارنګه دحلق غرغړه کول – بيا دری ځله
په پوزه اوبه تيرول او په چپ لاس سره دهغه پاکول – بيا دری ځله مخ
مينځل ديو غوږ له نرمۍ څخه دبل غوږ تر نرمۍ پورې او دتندي له ويښتانو تر
زنې پورې که ګيره کڼه وي نو هغه به په ګوتو خلال کړی تر څو د ويښتانو بيخو
ته اوبه ورسيږی او که ړنګئ وي نو خپله اوبه ور رسيږي .
بيا
دواړه لاسونه سره له څنګلو دری ځله مينځل لومړی ښی لاس ورپسی چپ لاس
مينځل ،که په ګوتو کې ګوتې يا ګتمه وي دهغه ښورول پکار دی تر څو اوبه
ورشي بيا به د دواړو لاسو ګوتې يو په بل کې واچوي خلال يې دې کړي – بيا
يو ځل د ټول سر مسح کول داسې چه غټه ګوته اودشهادت ګوته جلاکړي پاتې
نورې د دواړو لاسونو دری دری ګوتې سره ولګوي دګوتو دننی حصی دې دتندي له
ويښتانو دڅټ لوری ته ترآخره کش کړي بيا دې د دواړو لاسونو ورغوي دچټ له
لورې دمخی په لور راوګرځوي چه ټول سر مسح شي – بيا به دواړو غوږونه
مسحه کړي داسې چه دشهادت ګوتی په غوږونو کې داخلی او غټی ګوتو به دغوږونو
بيرونی حصه مسح کړي – بيا به دګوتو پر شا دغاړی مسح وکړي . بيا دواړه پښی
دښنګرو سره دری ځله پريمنځل لومړی ښی پښه ورسته چپه پښه مينځل او د دواړو
پښو دګوتو خلالول د لاس په کچۍ ګوته سره ورسته دا دُعا ويل :
اَشْهَدُ اَنْ لآَّاِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدّه لاَ شَرِيْکَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌاعَبْدُه وَرَسُوْلُه
اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ
پاس طريقه همغه ده کومه چې په احاديثو کې ذکر شوی طريقه ده .
داودس فرضونه :
په
اودس کې څلور فرض دي ۱- يوځل د مخ مينځل ديوغوږ له نرمی دبل غوږ ترنرمی
پورې اودتندي له ويښتانو تر زنی دټول مخ مينځل ۲- د دواړو لاسونو مينځل سره
له څنګلو ۳- دسرڅلورمه حصه مسح کول ۴- د دواړو پښو مينځل دښنګرو په شمول .
که ددی اندامو په مينځلو کې ديوه ويښته قدری ځای وچ پاتی شي اودس نه کيږي .
داودس سنتونه :
۱-
د اودس نيت کول ۲- بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۳- دمړوندو سره د دواړو
لاسونو پريمنځل ۴- دخولې دری ځله مينځل اوغرغړه ۵- په پوزه کې دری ځله اوبه
اچول ۶- دمسواک وهل ۷- د ږيرې خلالول ۸- دلاسونو اوپښو دګوتو خلالول ۹-
هر اندام دری ځله مينځل ۱۱- دټول سر مسح کول ۱۲- د دواړو غوږونو مسح کول
۱۳- د اندامو پرلپسې مينځل چه يو وچ شوی نه وي د بل مينځل ۱۴- لومړی ښی
اندام مينځل ورپسی چپ اندام مينځل ۱۵- دهراندام دمينځلو په وخت کې دهغه ښه
موښل ترڅو وچ پاتی نشي .
د اودس آداب :
۱-
په اوچت ځای کيناستل ۲- مخ په قبله اودس کولو ته کيناستل ۳- بغير له غذر
له بل چا څخه مدد نه غوښتل ۴- په پوزه کې په ښه شان اوبه اچول او دهغه په
ګين لاس پاکول ۵- د اودس په وخت کې دنياوی خبری نه کول که نيکې او د ضرورت
خبره وي نو باک نلری ۶- که په ګوتو کې ګوتيې يا په پوزه چارګل وي هغه ته
حرکت ورکول تر څو دهغه ځای وچ پاتې نشي ۷- داودس په پای سره د اودس دختم
دوعا لوستل کوم چه مخکی بيان شوه.
داودس ماتوونکی:
په کومو څيزونو چه اودس ماتيږی هغه دوه ډوله دي.
۱- يو هغه چه د بدن له داخل نه راوځي .
۲- بل هغه چی له بهر نه په بنده باندی مسلط وي .
لومړی ډول :
۱-
دتشو يا ډکو متيازو راوتل ۲- دشا له خوانه باد خارجيدل ۳- دتشو يا ډکو
متيازو له ځای څخه دڅه شی راوتل لکه چنجی ،وينه اونور ۴- دبدن له کومی برخی
نه وينه بهيدل ۵- په ډکه خوله ګانګی ۶- که ګانګی لږ لږ وي خو له مجموع نه
يې په ډګه خوله ګانګی پوره کيده نو اودس ماتيږي ۷- که خوله يا غاښونه
وينی شی او دوينی رنګ پر لاړو غالب شي اودس مات شو ۸- دمنی او مذی په
راوتلو سره ۹- دسترګو په مرضئ کې
له ستګو نه خيری يا اوبه راووځی اودس ماتوی که دايمی وي اودس به د مغذور
په شان کوي ۱۰- دښځې له سينی نه بغير له شيدو اوبه يا بل شی راووځی او درد
ورسره وي اودس ماتيږی ۱۱- حيض او نفاس سره اودس ماتيږي .
دوهم ډول :
۱- ستونی ستغ ،پړمخ پريوتلو يا ډه ډه وهلو په حالت کې ويده کيدل اودس ماتوي .
۲-
بی هوشي ۳- دنيشه ای څيز خوړل يا څښل ۴- دجنازی له لمانځه پرته په نورو
لمانځونو کې په قهقهه (په زوره ) سره خندل ۵- دښځی اوميړه يو ځای کيدل سره
دشرمګاه داخيليدل او دانزال نه کيدل .
داودس مکروهات :
۱-
له ضرورت ذياتې اوبه مصرفول ۲- دومره کمې اوبه مصرفول چه د وچ پاتې کيدلو
ويره وي ۳- د اوداسه په دوران کې بی ځايه خبری ۴- مخ ته په زوره لپه اوبه
ورشنل او همدارنګه نورو اندامو ته په زوره اوبه ورشنل ۵- کوم اندام له
دری دری ځلی نه ذيات پريمنځل ۶- په نويو ابو سره دری ځلی مسح ۷- له اوداسه
نه ورسته دلاس اوبه څنډل ۸- له کوم غذر پرته د هغو غړو مينځل چه په
اوداسه کې يې مينځل ضرور نه وي ۹- د اوداسه دآدابو پريښودل او دهغه خلاف
کول .
تيمم
تيمم د الله سبحانه وتعالی يوه بله لويه لورينه او مهرباني ده چه يواځی يې د خپل نازولی پيغمبر حضرت محمد ص په امت کړی ده تر دې مخکی امتونو کې تيمم نه ؤ.
داچه
که کوم کس ناروغ شي او اوبه ورته ضرر رسوي يا په سفر کې يا پر بله وجه
اوبه نه وي نو د اودس او غسل پر ځای به تيمم ووهی . قوله تعالی :
وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء
فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ
بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا 43
((
اوکه وئ تاسې مريضان يا په سفر باندې (په حالت د بې اودسی او جنابت کې)
يا راشی يو له تاسی له بيديا (له بولو يا متيازو ) نه يا جماع وکړئ تاسی
له ښځو سره نو ونه مومئ تاسې اوبه ( يا يې نشي استعمالولی) نو په پاکه
خاوره تيمم ووهی مسحه وکړئ تاسی په مخونو خپلو اوپه لاسونو خپلو (ترڅنګلو
پوری ) يقيناً چه الله غفوه کوونکی او مهربان دی)) .
دتيمم تعريف :
دتيمم لغوی معنی اراده يا قصد کول دی .
اوپه شريعت کې په پاکه خاوره يا کوم شی چه د خاوری له جنس څخه وي په هغی سره د پاکی حاصلولو ته تيمم وائي .
دتيمم فرضونه :
په
تيمم کې دری فرضونه دی ۱- نيت ۲- د دواړو لاسونو په پاکه خاوره باندې وهل
اوبيا یې پر مخ باندې داسې راکشول چه هيڅ کوم ځای پاتی نشی . ۳- دواړه
لاسونه دوباره په خاوره وهل او د دواړو لاسونو د څنګلو سره داسې مسح کول چه
د ويښته قدري ځای هم پاتی نشی .
دتيمم سنت :
د تيمم مسنونه طريقه داده چه ۱- د بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۲- نيت کول دنيت مطلب دادی چه د الله ج
د رضاد پاره په زړه کې د پاکی حاصلولو نيت وشي – بيا به د دواړه لاسونه
تلې په خاوره باندې ووهی اوبيا خپل مخ ورباندې مسح کړی ږيره به خلال
کړی که په لاسونو باندې خاوره نښتی وي هغه به وڅنډی بيا به دواړه لاسونه په
خاوره ووهي او دواړه لاسونه سره له څنګلو په هغی باندې وموښی ښی لاس په
ګيڼ لاس او ګين لاس په ښی لاس مښل کيږي ، که په کوټو کې ګوتۍ يا بل شی وي
هغه به يا وباسی او يا به حرکت ورکوي .
تيمم د اودس او غسل لپاره يو شان دی .
په کومو څيزونو سره تيمم جايز دی :
پاکه
خاوره يا د خاوری له جنس څخه بل شی لکه کانړی (چه دخاوری ګرد ولری )
،چونه ،ګچ ، ريګ ،جغل او دخټو اوخښتو ديوال که په لرګی يا بل څه د خاوری
ګرد پروت وي نو په هغه هم تيمم کيږي (درمختار ،عالګيری ) .
کله تيمم روا کيږي :
۱- چه اوبه له يو ميل يا 1.6 کلو متره لری وي يا لدينه لری وي .
۲- د ابو سره نږيدی څه مضر ځناور يا دوښمن وي چه د خطر او نقصان ويره وي .
۳- په طياره يا ريل کې سپور وي هلته اوبه نه وي يا د اودس کولو موقع نه وي .
۴- چه ناروغه ته د مرض د ذياتيدو او نقصان ويره وي .
۵- په سفر کې وي خو دومره اوبه ورسره پاتی وي چه که په هغه باندې اودس وکړی نو بيا به د څښلو لپاره څه نه وي د تندی ويره وي .
۶- اوبه وي خو خپله يې نشی راختی او بل څوک د ورکولو هم نه وي .
۷- په اودس يا غسل کولو د داسې لمانځه د تلو ويره وي چه قضایې نلری لکه د اخترونو او جنازی لمونځ .
دغه ټولو صورتونو کې د اودس او غسل پر ځای تيمم کيدلای شي (علم الفقه ، عالمګيری ).
دتيمم ماتونکی :
۱- په کومو شيانو چه اودس ماتيږی په هغه تيمم هم ماتيږي.
۲- د ابو په پيدا کيدلو.
۳- دغسل په فرض کيدلو سره تيمم ماتيږي .
۴- دکوم غذر لرلو په وجه چه يې تيمم کولو د هغه لری کيدل .
ضروری مسائل :
1-
كوم څوک د يو ظالم او جابر په جيل يا زندان کې بندی وي اودس ته يې نه
پريږدي که د خاوری امکانات وي تيمم به وهي اوکه ددی دواړو لپاره څه نه وي
يا یې نه پريږدی بيا به بله اودس څخه لمونځ کوی کله چه اوبو ته لاره هواره
شي بيا به قضايې ګرځوي .
داستنجا بيان :
دلويو او وړو متيازو نه ورسته دبدن پاکولو ته استنجا وايي .
په
اسلامي شريعت کې په استنجا کولو ډير ذيات تنګار شوي دی ځکه چه داستنجا
په بې پيروايې کې سخته ګناه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه دغذاب
قبر سبب بللې ده .
له قضای حاجت ورسته لومړی بايد دضرورت په اندازه لوټو په ګين لاس خپل ځان ښه پاکول اوبيا اوبو باندې پاکي حاصلول سنت دي .
دخالې متيازو نه ورسته ترهغی په لوټو باندی استنجا کول پکار دی چه دلندوالی شبهه پاتې نشي اودوچوالی پوره اطمينان حاصل شي .
که قضايی حاجت ته نه وي تللې په خالې باد يا خوب سره استنجا کول ضروری نه دي ځکه چه استنجا دنجاست لري کولو لپاره وي .
دغسل بيان
غسل
په لغت کې دټول بدن مينيځلو ته وايي اوپه شريعت کې دناپاکې لري کولو او
ثواب حاصلولو لپاره په يوه خاصه طريقه دټول بدن مينځلو ته غسل وايي .
غسل څه وخت فرض کيږي :
۱-
په خوب کې احتلام چه څه خوب وويني يا خوب ونه ويني خو په جامه يې داحتلام
اثر وي غسل ورباندې فرض دی خو که خوب ووني مګر په جامه يې کوم اثر نه وي
غسل ورباندې نشته .
۲- کله چه خاوند له ښځي سره يوځای شي (دنر شرمګاه دښځی په شرم ګاه کې داخل شي ) که انزال وشي يا ونه شي غسل ورباندی فرض دی.
۳- دحيض او نفاس څخه ورسته غسل کول فرض دي .
۴- په شهوت سره دمنی وتل که په مباشرت سره وي يا کومه بله ناولې شيطانی ذريعه سره .
په
څلورو ذکرشويو صورتونو کې غسل کول فرض دي او دجمعې دلمانځه لپاره
،داخترونو دلمانځونو دپاره ،داحرام دتړلو په وخت او عرفات کې غسل کول سنت
دی .
دغسل کولو طريقه :
دغسل
کولو سنته طريقه داده چه اول به دواړه لاسونه دمړوندوسره ومينځي – بيا به
خپل شرم ګاه پريمنځي – بيا په جامه يا بدن که پيلتي تويې شوی وي دهغه
پريمنځل بيا اودس کول – بيا په ټول بدن دری ځله اوبه اچول د اول ځل ابو
اچولو ورسته به ټول بدن وموښي ترڅو کوم ځای وچ پاتې نشي دوهم او دريم ځل به
هم ښه کوښښ وکړي چه کوم ځای وچ پاتې نشي .
دغسل فرضونه :
۱-
دپوزې پريمنځل ۲- دخولې پريمنځل ۳- دټول بدن پريمنځل چه ديوه ويښته
قدرې ځای هم وچ پاتې نشي حتی د نوکونو لاندې بيخو ته دي ابو رسول
اوهمدارنګه دنامه غوټی او دغوږونه مينځ ته دابو رسول ضروری دي.
دمسلمانې
بی بی که ويښتان خلاص وي ټول ويښتان او دويښتانو بيخو ته به اوبه رسوي
خو که کوڅۍ وي نو يواځی به دويښتانو بيخو ته اوبه رسوي که دکوڅيو په
موجوديت کې دويښتانو بيخو ته اوبه و نه رسي نو بيا به خپلې کوچۍ خلاصوي .
دغسل سنت :
دخدای
ج د رضا لپاره د پاکۍ نيت کول ۲- دواړه لاسونه ترمړوندو مينځل ۳- دټول
بدن دری ځله مينځل ۴- اودس کول ۵- په بدن يا جامه که څه پيلتی تويې وي
دهغه لري کول ۶- په تشناب کې لمبل اوهلته دجامی اغستل .
دغسل آداب :
۱- په ناستی سره غسل کول ۲- ډيری اوبه نه مصرفول ۳- دبدل ښه موښل ۴- پداسې ځای کې غسل کول چه دنامحرم نظر ورباندې پرې نه وځي .
دلمانځه فرضيت
په قرآنکريم کښې ډير آيتونه دلمانځه په باره کې نازل شوي چه په هغه آيتونو کې الله (ج) مسلمانانوته
ددی سترعبادت حکم فرمائی. الله (ج) فرمايي :
«فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا(النساء ۱۰۳)».
((قائموي تاسې (سم اداکوی سره له ټولو حقوقو) لمونځ ! بيشکه چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو اوقاتوکښی)).
«مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَلاَ تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (الروم ۳۱)».
((رجوع کوونکې دي دغه (الله) ته او ويريږي (له غذابه) دالله او قائموی (سم اداکوي سره له ټولو حقوقو) لمونځ اومه کيږي له مشرکانو)).
«وَأَنْ أَقِيمُواْ الصَّلاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (الانعام ۷۲)».
((حکم شوی دی مونږ ته دالله له طرفه) په دي چه قائموی (سم اداکوي سره له ټولو حقوقو) تاسي لمونځ اوويريږي تاسې له دغه (الله) نه اودغه (الله) همغه ذات دی چه ده ته به ورټول کړشی تاسې (په قيامت کې)).
وعن
ابن عمر رضي الله عنهما : أنَّ رَسُول الله صلي الله عليه وسلم ، قَالَ :
(( أُمِرْتُ أنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أنْ لاَ إلهَ إلاَّ
الله ، وَأنَّ مُحَمَّداً رَسُول الله ، وَيُقيمُوا الصَّلاةَ ،
وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ ، فَإِذَا فَعَلُوا ذلِكَ عَصَمُوا مِنِّي
دِمَاءهُمْ وَأمْوَالَهُمْ إلاَّ بحَقِّ الإسْلاَمِ ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى
الله تَعَالَى )) مُتَّفَقٌ عَلَيهِ .
له ابن عمر (رض) نه روايت دی چه رَسُول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي :ماته حکم شوی چه ترهغه له خلکو سره جنګ كوم ترڅو چه هغوي گواهي ونه کړي چه بغير له الله بل معبود نشته
اومحمدصلی الله عليه وسلم دالله رسول دی ،اولمونځ قائم نکړی او زکات ورنکړی ،چه کله هغوی داسې اعمال شروع کړي نودهغوی وينه ،دهغوی مال محفوظ اومامون شول – بغير دحق داسلام نه (دزړونودخبرو) حساب به دالله په ذمه وي .
«مُرُوا
أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ
عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ
في المَضَاجِعِ» (بخاری)
((کله موچه اولادونه اوه کلنۍ ته ورسيدل هغوی ته په لمانځه کولو امر وکړئ اوکله چه لس کلنۍ ته ورسيږي لمونځ ونه کړي هغوی ووهي اوپه همدی سن کې د دوی بستری ورجلاکړي))
دلمانځه اهميت
لمونځ ددين ستن ده داسلام اوکفر ترمنځ سرحد دی نوځکه دلمانځه دفضيلت په اړه بيخي ډير قرآنې آيتونه او احاديث راغلې دي چې دلته مو دهغه جملې څخه ځنې رانقل کړي دي .
وَأَقِمِ
الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ
وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (العنکبوت
۴۵).
(( اوقائموه
لمونځ يقيناً لمونځ منع کوي (لمونځ کوونکی ) له فحشآء اوناوړه چارو
څخه ، اوخامخا يادول دالله ډير لوی دی او الله په هغه څه پوهيږي چه تاسې
يې کوی )).
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) .
اوهغه (
کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه دلمونځونو خپلو ساتنه کوي (چه تل يې
سم اداکوی سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه
(وارثان ) چه په ميراث به اخلی فردوس دوی پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې
کيدونکي دي.
إِنَّ
الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ
وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ
عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (البقره ۲۷۷).
يقيناْ
هغه کسان چه ايمان يې راوړی دی او کوي دوی ښه عملونه او قايموی لمونځ (په
ښه شان ) او ورکوي دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته
هيڅ ډول ويره پر دوی باندې او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږي.
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۳۴ أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍُّكْرَمُونَ (المعارج ۳۵ )
هغه کسان چه دوی دخپل لمانځه ساتنه کوي دغه کسان به په عزت سره دجنت په باغونو کې اوسيږی
بنوي (ص) ارشادات :
عَنْ ابی قتاده بن رِبْعی (رض) قَال قَال رسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ اللهُ تعالی اِنِّی
افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی
عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ
الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ لَه عِنْدِی
(ابوداود،ابن ماجه،بيهقی).
چه
ماستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي اوددی مې خپل ځان سره وعده
کړي ده چه څوک داپنځه لمونځونه په خپل وخت کښې ادا کولو پابندی وکړي هغه به
پخپله ذمه واری جنت ته داخلومه اوڅوک چه ددی لمونځونواهتمام نه کوي نوپه
ماباندې دهغوی هيڅ ذمه داری نشته .
وعن
أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله (( لَنْ
يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ
غُرُوبِهَا )) يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ . رواه مسلم .
له ابی زهير عماره بن رويبة (رض) نه روايت چه ما درسول (ص) څخه واوريدل چه هغه سړی به هر ګز دوزخ ته داخل نشی چاچه دنمرختلو اوپريوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی دسحر اومازيګر وکړي .
له ابن مسعود(رض) نه روايت چه ما رسول الله (ص) نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی – نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل :
((
الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( بِرُّ
الوَالِدَيْنِ )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( الجِهَادُ في سَبِيلِ
اللهِ )) متفقٌ عَلَيهِ
په
خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه
وسلم وفرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟
هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دالله(ج) په لار کی جهاد (بخاری اومسلم).
دلمانځه اهميت اودلمانځه په غفلت کولوسخت غذابونه :
لمونځ په دين کې داسې دي لکه دانسان په بدن کې سر نوڅومره اهميت به لري ؟
خدای (ج ) مه کړه که څوک دلمانځه په غفلت اخته شول نوخپل ځان يې دتباهۍ لويې کندې ته برابرکړي دي ږر تر ږره دې توبه وباسي .
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).
تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.
رسول الله د ژوندو په ورستی وخت دا سې ټيګار کولو :
الصَّلَاةَ الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ( ابي داود,ابن ماجه, ومسند أحمد)
دلمانځه اداکول،دلمانځه په اداکولو اوله مزدورانوسره دښی رويی خيال ساتی.
«مَنْ
حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ
القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ
وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ،
وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» مسند امام أحمد وابن حبان
((څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) دايمی پابندوي هغه لمونځ به دقيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله اورڼايې وګرځي،
اوڅوک چه دلمانځه پابندی ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل وي
،نه وسيله،نه نجات اونه به نور وي ،اودقيامت په ورځ به له
قارون،فرعون،هامان اوابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي)).
«بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَةِ». صحيح مسلم
(( فرق په مابين د مؤمن اوكافر او مشرك کې دلمانځه ترك کول دي)).
دابی هريره(رض) نه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ((
إنَّ أوَّلَ مَا يُحَاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ
عَمَلِهِ صَلاَتُهُ ، فَإنْ صَلَحَتْ ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ وَإنْ
فَسَدَتْ ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ ، فَإنْ انْتَقَضَ مِنْ فَرِيضَتِهِ
شَيْءٌ قَالَ الرَّبُ ج انْظُرُوا هَلْ لِعَبدي من تطوّعٍ ، فَيُكَمَّلُ
مِنْهَا مَا انْتَقَصَ مِنَ الفَرِيضَةِ ؟ ثُمَّ تَكُونُ سَائِرُ
أعْمَالِهِ عَلَى هَذَا )) (رواه التِّرمِذِيُّ).
(( دقيامت په ورځ به دبنده په اعمالو کې (دټولو نه مخکې ) دهغه دلمانځه حساب وي کچری دهغې دلمانځه حساب صحيح ووتلو نوکامياب شو اونجات يې ومود اوکه چيرې خراب راووت نونامراداوتاواني شو که فرضوڅخه کم راووتل نوالله تعالی به وفرمايي وګورئ که دده په عمل نامه کې نفل وي نودهغه په ذريعه داکمی پوره کړي ددی ورسته دپاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازې کيږي )) ( ترمذی)نور بیا
يه درنښت
وحید احمد حمیدی