د تهـــــــــــــــجد لمونځ
د تهجد و ثواب:
له اسماء بنت يزيد رضي الله عنها څخه روايت دی چې: رسول الله صلی الله
عليه وسلم اوفرمايل : د قيامت په ورځ به ټول خلک په يوه ميدان کې را ټول
کړی شي ، بيا به يو آواز کوونکی آواز وکړي چې : هغه کسان چېرته دي چې (د
شپې لمونځونه به يې کول او) څنګونه به يې له بسترو څخه لرې وو ؟ دوی به
ودرېږي , خو ډېر لږ خلک به وي ، بيا به بې له حساب څخه جنت ته داخل شي .
بيا به نورو خلکو ته امر وشي چې حساب ته ورشئ . (بيهقي في شعب الإيمان) عبد
الله بن سلام رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم چې
مدينې ته راغی نو ټول خلک په بيړه ورغلل ، زه هم له خلکو سره ورغلم ، چې
کله مې د ده مبارک مخ وليدلو او ښه فکر مې پکې وکړو نو راته معلومه شوه چې
دا د دروغجن مخ ندی . اوله خبره مې دا ورڅخه واورېدله چې خلکو ته يي ويل:
ای
خلکو ! سلام خپور کړئ ، او ډوډۍ ورکوئ ، او له خپلوانو سره ( ښې ) اړيکې
ساتئ ، او د شپې چې خلک ويده وي تاسو لمونځونه کوئ – نو جنت ته به په
سلامتۍ سره داخل شئ . (ترمذي) له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې
رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل: زما په مسجد کې يو لمونځ د لس زره
لمونځونو ثواب لري ، او په مسجد حرام (مکه) کې يو لمونځ د يو لک لمونځونو
ثواب لري ، او د جهاد په ځمکه کې يو لمونځ د شل لکه لمونځونو ثواب لري ، له
دې ټولو څخه ډېر ثواب هغه دوه رکعته لمونځ لري چې کوم بنده يې د شپې په
منځ کې وکړي ، او يواځې د هغو ثوابونو نيت لري چې له الله تعالی سره دي
(کتاب الثواب لأبي الشيخ ابن حيان) او که همدا دوه رکعته لمونځ د شپې په
تيارو او د جهاد په سپېڅلي سنګر کې وي نو . . . . عن أسماء بنت يزيد : عن
رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : يحشر الناس في صعيد واحد يوم القيامة
فينادي مناد فيقول: أين الذين كانت تتجافى جنوبهم عن المضاجع فيقومون و هم
قليل فيدخلون الجنة بغير حساب ثم يؤمر بسائر الناس بالحساب (رواه البيهقي
في شعب الإيمان) عن عبد الله بن سلام قال : لما قدم رسول الله صلى الله
عليه و سلم المدينة - انجفل الناس إليه ، فجئت في الناس لأنظر إليه ، فلما
استثبت وجه رسول الله صلى الله عليه و سلم عرفت أن وجهه ليس بوجه كذاب ، و
كان أول شيء تكلم به أن قال : أيها الناس ! أفشوا السلام ، و أطعموا الطعام
، و صلوا و الناس نيام ، تدخلون الجنة بسلام . (الترمذي وقال : هذا حديث
صحيح) عن أنس رضي الله عنه يرفعه قال : صلاة في مسجدي تعدل بعشرة آلاف صلاة
، و صلاة في المسجد الحرام تعدل بمائة ألف صلاة ، و الصلاة بأرض الرباط
تعدل بألفي ألف صلاة ، و أكثر من ذلك كله الركعتان يصليهما العبد في جوف
الليل لا يريد بهما إلا ما عند الله عز و جل. (رواه ابن حيان في كتاب
الثواب ) کذا في المتجر الرابح للحافظ الدُّمياطي رحمة الله عليه مسئله
:د تهجدو لږ تر لږه دوه رکعتونه دي ، درميانه يې څلور او ډېر يې اته
رکعتونه دي. ( رد المحتار) مَنْ اسْتَيْقَظَ مِنْ اللَّيْلِ وَ أَيْقَظَ
أَهْلَهُ فَصَلَّيَا رَكْعَتَيْنِ كُتِبَا مِنْ الذَّاكِرِينَ اللَّهَ
كَثِيرًا وَ الذَّاكِرَاتِ " رَوَاهُ النَّسَائِيّ .أَقُولُ : فَيَنْبَغِي
الْقَوْلُ بِأَنَّ أَقَلَّ التَّهَجُّدِ رَكْعَتَانِ وَأَوْسَطُهُ أَرْبَعٌ
وَأَكْثَرُهُ ثَمَانٍ ، وَ اَللَّهُ أَعْلَمُ. ( رد المحتار: 2 / 25 )
فائده: د تهجدو لپاره ضروري خبره داده چې مسلمان دې له ګناهونو او حرامو
څخه پاک وي ، دا د تهجدو خصوصیت دی چې ګناهګار سړی يې نشي کولی، او دا د
تهجدو ځانګړی راز هم دی. يو کس حسن بصري رحمة الله عليه ته اوويل چې: زه
غواړم چې د شپې لمونځ وکړم ، د ويده کېدو په وخت کې د اوداسه اوبه هم سر ته
کېږدم خو بيا هم نه شم را پورته کېدلی ؟ حسن بصري رحمة الله عليه ځواب
ورکړ چې : ګناهونو دې تړلی يې . سفيان ثوري رحمة الله عليه فرمايي چې : زه د
يوې ګناه له امله پنځه مياشتې له تهجدو څخه محروم وم ، يو کس پوښتنه وکړه
چې : دا کومه ګناه وه ؟ سفيان اوفرمايل چې : يو کس مې وليدلو چې ژړل يې ،
ما په زړه کې له ځان سره اوويل چې : دا سړی ريا کار دی .
قال
الإمام الغزالي رحمه الله: قال رجل للحسن : يا أبا سعيد ! إني أبيت معافى و
أحب قيام الليل و أعد طهوري , فما بالي لا أقوم ؟ فقال ذنوبك قيدتك . وكان
الحسن رحمه الله إذا دخل السوق فسمع لغطهم و لغوهم يقول أظن أن ليل هؤلاء
ليل سوء فإنهم لا يقيلون . و قال الثورى : حرمت قيام الليل خمسة أشهر بذنب
أذنبته , قيل و ما ذاك الذنب ؟ قال : رأيت رجلا يبكي , فقلت في نفسي : هذا
مراء . و قال بعضهم : دخلت على كرز بن وبرة و هو يبكي , فقلت أتاك نعي بعض
أهلك ؟ فقال : أشد ! فقلت : وجع يؤلمك ؟ قال : أشد ! قلت : فما ذاك ؟ قال :
بابي مغلق , و ستري مسبل , و لم أقرأ حزبي البارحة ! و ما ذاك إلا بذنب
أحدثته . و هذا ، لأن الخير يدعو إلى الخير ، و الشر يدعو إلى الشر ، و
القليل من كل واحد منهما يجر إلى الكثير , و لذلك قال أبو سليمان الداراني :
لا تفوت أحدا صلاة الجماعة إلا بذنب . وكان يقول الاحتلام بالليل عقوبة , و
الجنابة بُعد . وقال بعض العلماء : إذا صمت يا مسكين ! فانظر عند من تفطر و
على أي شيء تفطر , فإن العبد ليأكل أكلة فينقلب قلبه عما كان عليه , ولا
يعود إلى حالته الأولى . و تؤثر اللقمة الحلال في تصفية القلب و تحريكه إلى
الخير ما لا يؤثر غيرها . ويعرف ذلك أهل المراقبة للقلوب بالتجربة بعد
شهادة الشرع له . ولذلك قال بعضهم :كم من أكلة منعت قيام ليلة ؟ و كم من
نظرة منعت قراءة سورة !؟ و إن العبد ليأكل أكلة أو يفعل فعلة فيحرم بها
قيام سنة . و كما أن الصلاة تنهى عن الفحشاء و المنكر ، فكذلك الفحشاء تنهى
عن الصلاة و سائر الخيرات . ( إحياء علوم الدين : 2 / 39 , ط : المكتبة
التجارية ) دوهم - بايد مسلمان د غرمې خوب وکړي ، ځکه چې د دې له امله بيا د
شپې را پورته کېدل اسان وي . او بايد د تهجدو په نيت يو مسلمان د شپې ډوډۍ
کمه اوخوري ، ځکه چې ډېره ډوډۍ بيا سړی وېښېدو ته نه پرېږدي . دريم - د
ويده کېدو په وخت کې که مسلمان د تهجدو اراده ولري او د سورت کهف آخري رکوع
ولولي بيا ويده شي نو الله جل جلاله به يې د تهجدو په مناسب وخت کې را
پورته کړي ، په حديث شريف کې راغلي چې که څوک د تهجدو په نيت ويده شي ، خو
دشپې خوب پرې غالب شي او له لمانځه څخه پاتې شي نو الله جل جلاله به د
لمانځه ثواب ورکوي . فائده : د تهجدو په هکله سنت داده چې : که کومه شپه
پاتې شي نو د ورځې دې را وګرځوي . فائده : د رسول الله صلی الله عليه وسلم ،
د صحابه کرامو ، د مخکنيو او اوسنيو عالمانو ، سترو فاتحينو , پيرانو او
بزرګانو له حالاتو څخه معلومېږي چې تهجد د هغوی د ژوند لازمي برخه وه ، دا د
تهجدو په هکله لنډه خبره ده . تهجد هغه لمانځه ته وايي چې : له يو څه خوب
څخه وروسته څوک را پورته شي او لمونځ وکړي ، د دې لپاره تر ټولو غوره وخت د
شپې وروستۍ برخه ده ، خو که يو څوک نشي را پورته کېدلی ، بيا دې د ويده
کېدو په وخت کې د نفلو په نيت څو رکعته لمونځ وکړي . په همدې هکله بزرګانو
ويلي چې : که څوک له وترو څخه مخکې او له دوه سنتو څخه وروسته دوه رکعته
کوي نو هم به د شپې د لمانځه ثواب ورته حاصلېږي . د وترو يوه مسئله : کوم
سړی چې په ځان باندې يقين لري چې د شپې په وروستۍ برخه کې را ويښېدلای شي ،
د هغه لپاره بيا دا غوره ده چې وتر پرېږدي او وروسته يې له تهجدو سره وکړي
، يعنې د تهجدو په آخر کې ، او د چا چې دا يقين نه وي د هغه لپاره غوره
داده چې د ماستخوتن له لمانځه سره وتر هم وکړي . خو که يې ماسخوتن وتر
وکړلو ، او بيا تهجدو ته هم را پورته شو نو بيا دې دوهم وار د تهجدو په وخت
کې وتر نه کوي ، ځکه چې دا بيا نفل کېږي ، او نفل درې رکعته نه وي . (
فتاوی دار العلوم ديوبند للمفتي محمد شفيع ص ۳۱۰ ط : دار الاشاعت کراتشي ) د
تهجدو په نيت د ماسخوتن لمونځ وروسته کول : د ماسخوتن لمونځ له نيمې شپې
نه وروسته ادا کول ، او دا وروسته والی د تهجدو لپاره وسيله ګرځول ډېر بد
کار دی ، ( مکروه دی ) لدې کراهت نه په ظاهره تحريمي کراهت مراد دی ، ځکه
چې د ماسخوتن لمونځ تر نيمې شپې پورې ادا کول مباح ده ، او له هغې نه
وروسته مکروه ، نو کوم کراهت چې د مباح په مقابله کې وي هغه کراهت تحريمي
وي ، او د شافعیانو رضي الله عنهم په اند خو د ماسخوتن لمونځ پدې وخت کې
کول جائز نده . ( مکتوبات امام رباني : ۱ / 172 , 173 , مكتوب نمبر 29 , ط :
اسلامي كتب خانه , لاهور ) نوربیا .........
No comments:
Post a Comment